ایکناخبری آژانس له ملایشیا راپور راکړ د ماپیم په نامې سره د ملایشا د خلکو داسلامی تنظیمونو د شورا مشر د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ایران د ولس په ضد د لویدیځي ټولنو د دسیسو او دښمنیو په وړاندې د ایران له اسلامی جمهوریته د نړۍ د مسلمانانو د ملاتړ غوښته وکړه.
محمد عزمي عبدالمجید په دغې اعلامیې کې لویدیځ او ورسره اړونده عوامل د ایران د اسلامی جمهوریت د کمزوري کولو په موخې سره ددغه شان غمیزناکو پيښو مسئول وبلل او د ایران د شیراز دشاهچراغ حرم په خونړۍ پيښې کې د لاسپوڅو او تالی څټو عناصرو د محاکه کیدا او سزا کیدا جدي غوښتنه وکړه.
هغه په کوالالامپور کې د ایران د صدا وسیما خبریال سره په خبرو کې ، د ایرن رهبر او مقاومت کونکي ولس ته د تسلیّت د پیغام په وړاندې کولو سره ،ددغې غمیزې په محکومیّت سره چې لسګونو کسان پکې شهیدان وټپیان شوي، ددغه سپير او پلیت ترهه ګر حرکت دعوامولو د محاکمه کولو او سزا کولو غوښتنه وکړه او له غمجنو کورنیو سره همدردي وښودله.
د ملایشیا د اسلامی تنظیمونو د شورا مشر د اسلام د دښمنانو د سپیرو دسیسو په وړاندې د ایران د ولس د لازیات پیوستون،اتحاد او مقاومت او هوښیارتیا په ضرورت ټينګار وکړ او وې وئيل، داسې دسیسې شته چې د عامو خلکو په ژوند کې په خار پار اچولو سره، د ویرې او وحشت ،ناکراریو او تفرقې اودرز څپه راولاړه کړي،خو باید خلک ځير او هوښیار ووسي. هغه په پاي کې په الهي درګاه کې ددغې پیښې دشهیدانو لپاره د لوړو درجو او د ټپیان ولپاره د شفای عاجل او د قربانیانو ته دصبر دعا وکړه.